د افغانستان د شتمنۍ د ثبت او څېړنې اداره وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغان دولت ۱۵زره جیګپوړو او په شرایطو برابرو مامورینو خپلې شتمنۍ ثبت کړې دي. د شتمنۍ د ثبت او څېړنې ادارې رئیسې ناهید ایثار خبریالانو ته ویلي، چې د حکومتي چارواکو شتمنۍ لومړی ثبت، ورپسې نشر او بیا څېـړل کیږي. د هغې په وینا، تر اوسه د ۳۵۰ دولتي چارواکو د شتمنیو فورمې نشر شوې دي. د افغانستان د چارو ادارې پر خپله وېبپاڼه د یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو د شتمنیو په اړه معلومات نشر کړي، چې د ولسمشر محمداشرف غني او د هغه د دویم مرستیال سرور دانش په ګډون، د چارو ادارې د ټولو کارکوونکو، د اجرائیه ریاست د مرستیالانو، ۱۲ والیانو، د کابینې د غړو، د وزارتونو مرستیالانو، د خپلواکو ادارو او کمیسیونونو رییسانو او د یو شمېر نورو چارواکو نومونه په کې شامل دي. په دغه نوم لړ کې د ولسمشر غني نقدي شتمني ۳۲۰ میلیونه افغانۍ او د سرور دانش ۶۰ زره امریکايي ډالر ثبت شوې ده.