تاسو ته معلومه ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان ډېر ولایتونه له سختې وچکالۍ سره مخ دي او ورځ تر بلې د اوبو سطحه ټيټيږي. په داسې حال کې چې افغانستان دومره پرېمانه اوبه لري چې ان د ګاونډیو هېوادونو ځمکې هم خړوبوي.
څو ورځې وړاندې په يوه راپور کې ویل شوي وو چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې به د پلازمېنې کابل اوبه وچې شي. اوبه دي چې موږ په ورځني ډول د څښاک، اوداسه، پاکۍ او نورو ضرورياتو لپاره هر وخت او هر ځای ورته اړتيا لرو او د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ور څخه استفاده کوو. په ټوله کې ویلای شو چې د انسان ژوند له اوبو سره تړلی دی. د اوبو سپما د اوبو بقا ده. د اوبو په سپما سره کولای شو چې د نورو انسانانو ژوند وژغورو. د اوبو سپما زموږ او ستاسو ټولو ګډ مسوولیت دی. راځئ دغه ستر مسوولیت په خورا امانتدارۍ سره تر سره کړو، څو هم خپل او هم د نورو ژوند وژغورو. حکومت ته پکاره ده چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. د خپل سرو ژورو څاګانو مخه ونیسي او ترڅنګ یې دې هېواد ټولو وګړو ته په معیاري ډول د پاکو اوبو زمینه برابره کړي.