په عادي ډول د زړه حملې په کومو وختونو کې زیاتې واقع کېږي؟ د څېړونکو په نوې څېړنه کې مالومه شوې چې د غوسې په حالت کې ورزش د زړه حملې زیاتوي. څېړونکو په هغه څېړنه کې چې پر ۱۲ زرو کسانو ترسره شوې، معلومه کړې، هغه کسان چې د غوسې په حالت کې ورزش کوي، د زړه د حملې خطر یې درې برابره زیاتېږي. څېړونکي وایي، د غوسې او احساساتي کېدو پر وخت د درنو کارونو ترسره کول د وینې فشار او د زړه ضربان زیاتوي او په پایله کې د وینې شریانونه تنګ او کلکېږي او کېدای شي د وینې د لخته کېدو او زړه ته د وینې د جریان د بندېدو لامل وګرځي او د زړه حمله رامنځته کړي. په دې څېړنه کې د زړه د حملې ناروغان پوښتل شوي چې ایا د زړه له حملې څخه مخکې غوسه او که خپه وو؟ همدارنګه په دغه وخت د هغوی د درنو کارونو او ورزش په هکله هم پوښتل شوي. د کاناډا د مک ماسټر پوهنتون د څېړونکو یوه ډله وایي، په منځني ډول دوه برابره هغه کسان د زړه په حمله اخته کېږي چې د غوسې یا هم خواشینۍ په حالت کې درانه کارونه او ورزش کوي.