(د اسلام سوله ییز سپاهي) کتاب هندي الاصله امریکايي ایکنت ایسواران د عدم تشدد د تګلارې کلک پلوي او د خان عبدالفغار خان شاګرد لیکلی دی.
دغه کتاب پښتو ژبې ته بسم الله پښتون مل ژباړلی چې پښتو بڼه یې ۲۴۰مخونه لري. پښتون مل له دې مخکې هم پښتو ته (۸۸ ورځې تر کندهاره) او (بې پيلوټه) کتابونه ژباړلي چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.
د اسلام سوله ییز سپاهي کتاب موضوع او محتوا په اصل کې د فخر افغان خان عبدالغفار خان په ژوند او د وخت له برېټانوي ښکېلاک سره د هغه پر بریالۍ مبارزه راڅرخي. فخر افغان په خپل ژوند کې د ټولو انسانانو، په خاص ډول د پښتنو د ژوند د ښه والي، هوساینې او یووالي لپاره نږدې اتیا کاله مبارزه وکړه. هغه دا مبارزه نه یوازې په خپل ژوند کې جاري وساتله، بلکې د مرګ په بستر یې هم د پښتنو ترمنځ نه پرېکېدونکې اړیکې رامنځته کړې.
خان وايي: «زما په فکر غلامي قبلول جرم دی، ځکه نو تر هغه وخته پورې چې په هېواد کې د ریښتینو خلکو واکمني راځي او ټولو اوسېدونکو ته په مساوي او عادلانه ډول فرصتونه او د پرمختګ شرایط برابرېږي، زه به د ازادۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوم، بې له دې چې وګورم څوک را باندې حکومت کوي».
نوموړي په خپل ټول وس او توان سره د انګرېزانو په دسیسه جلا شوي پښتانه بېرته سره یو ځای کړل او د هغوی ترمنځ خپور شوی نفاق یې له منځه یوړ.
بې له شکه که داسې یو ستر انسان د نړۍ په بل قوم کې تېر شوی وای، نه یوازې دا چې ټول ملت به پېژانده، بلکې د ده بریالۍ تګلاره به یې هم په خپل ژوند کې عملي کړې وه، خو له بده مرغه پښتنو داسې نه دي کړي او پایله یې هم د سر په سترګو وینو چې نن پښتون ولس په کومو ستونزو کې راګیر دی.
لیکوال د خان ژوند او د هغه مبارزه له پيله تر پایه پېښو او حالاتو ته په کتو په څپرکو وېشلې. د هر څپرکي په پيل کې یې د خان یوه خبره د هغه څپرکي د اصل مطلب د لا ښه رسولو په پار راوړې ده.
دغه کتاب مو د فخر افغان د بریالۍ مبارزې په راز پوهوي او له تاسې سره مرسته څو کوي څو د هغه له تجربو ګټه واخلی او په خپل ژوند کې یې عملي کړی.
مینه وال کولای شي دغه کتاب په کابل کې له اکسوس او نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسبه بیه ترلاسه کړي.