د سپټمبر پېښې د قربانیانو کورنۍ وايي چې بایډن دې د افغانانو شتمني آزاده کړي. ددغه پېښې د شاوخوا اتیا قربانیانو کورنیو په یوه لیک کې له جو بایډن غوښتي چې امریکا دې د افغانستان ۳،۵ میلیارده ډالر د قربانیانو کورنیو ته نه ځانګړي کوي، ځکه دا د افغانانو حق دی او باید ژر تر ژره دوی ته وسپارل شي. په دغه لیک کې راغلي چې له قانوني اړخه د بایډن پرېکړه مشکوکه او له اخلاقي اړخه ناروا ده نو له همدې امله د بایډن ادارې ته په کار ده چې ژر تر ژره د افغانانو شتمني آزاده کړي.
دوی وایي افغانان تر امریکایي وګړو ډېر دغه پیسو ته اړتیا لري نو ځکه یې د بایډن له ادارې د دغه شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې تازه د بایډن ادارې د افغان شتمنۍ په اړه د بحثونو لړۍ درولې ده.