د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، کابل او مسکو د تېلو او ګازو د پېرلو پر سر هوکړې ته رسېدلي او ډېر ژر به دغه تړون لاسلیک شي. د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي، په افغانستان او روسیه کې ډېری بانکونه تر بندیزونو لاندې دي او پیسې به د یوه دریم هېواد له لارې انتقال شي. د روسیې پر ډېرو بانکونو بندیزونه له دغه هېواد څخه افغانستان ته د تېلو لېږد ستونزمن کړی دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې له همدې امله د کابل او مسکو ترمنځ سوداګري کمه شوې ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې باور ده چې د روسیې توکي په ځانګړې توګه غنم او غوړي د نورو هېوادونو په پرتله ارزانه دي. له روسیې سره د ا



































