د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږو کوونکو ویلي، نړیوال بنسټونه په یمن کې د «لوږې ضد مبارزه» کې له ماتې سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال د یمن له څلورو درې برخې وګړي چې ۲۲ میلیونه تنه کېږي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مراک لووک امنیت شورا ته ویلي چې په یمن کې د لوږې پر وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلي دي.
نوموړي ویلي:«اوس مو په مخ کې داسې سیمې دي چې د لوږې له حالت سره مخامخ دي چې هلته خلک د ونو پاڼې خوري؛ ځکه چې هېڅ ډول خواړه نه مومي».
نوموړي د اقتصادي ثبات لپاره د ټولو سمندري لارو د پرانیستلو په موخه د سملاسي اجراءاتو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په یمن کې د روانې جګړې له کبله تر اوسه شاوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي او ۵۵ زره نور ټپیان شوي چې له دې ډلې درې برخې یې ولسي وګړي دي.
تر یوې نسبي ارامۍ وروسته روانه اونۍ د سعودي عربستان په ملاتړ حکومتي ځواکونو د حوثیانو تر واک لاندې الحدیدة سمندرغاړې سیمې بمبار کړې، چې ویل کېږي دا د بشري مرستو د لېږد مهمه لار وه.
حوثیان له ۲۰۱۴ کال راهیسې پر الحدیدة ښار واکمن دي، خو تېره اونۍ جنيوا کې ملګري ملتونه وتوانېدل چې د جګړې ښکېلې غاړې د خبرو مېز ته کېنوي.