د امریکا د سولې انستیتوت له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو د یوه کلن کېدو په تړاو یو مطلب خپور کړی دی. په مطلب کې راځي چې د پخواني حکوت پراخ فساد د ړنګېدو او د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي سبب دی. ددې انسټیټوټ په راپور کې راځي چې پخواني حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې چیغې وهلې خو نه یوازې دغه ناوړه پدیده کمېده نه، بلکې ورځ تر بلې ډېرېده او آن ددې سبب شوه چې پوره یو حکومت له منځه یوسي. سرچینه همدا راز د امریکا پر پالیسیو او تګلارو نیوکه کوي او وايي چې بایډن او ټرمپ په پوره بې مسوولیتۍ له افغانستان وتل غوره کړل او اوس امریکا پر دغه هېواد اقتصادي فشارونو ته ادامه ورکړې ده.



































