د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ويلي چې په پاکستان کې د سيلابونو راوتلو له امله افغانستان ته د خوراکي توکو لېږدول ستونزمن کړي دي. په پاکستان کې له تېرو څو ورځو سختو سیلابونو له امله شاوخوا ۱۲۰۰ کسان مړه، ۲۰۰ ټپیان او سلګونه زره خلک زیامن کړي دي. د پاکستان حکومت وايي چې د سيلابونو له امله ګن شمېر سړکونه ويجاړ او لويې لارې تړل شوې دي. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروگرام سیمه ییز مشر کریس کای ویلي چې دوی افغانستان ته ډیری خوراکي توکي د کراچۍ بندر له لارې لېږدوي. هغه زياته کړه، چې د کراچۍ او کويټې ترمنځ د لويې لارې ډیرۍ برخه د سيلابونو له امله زيانمنه شوې او په ځينو سيمو کې اوس هم لویه لاره په سيلابونو کې ډوبه شوې ده. د کریس په وينا، که څه هم ددوی ډیره توجه د پاکستان سیلاب ځپلو په لوري هم ده، خو د افغانستان خلک له پخوا راهیسې بشري مرستو ته اړتيا لري او دوی له بهرنيو هېوادونو څخه د کراچۍ بندر له لارې خوراکي توکي راوړي او بیا یی افغانستان ته لېږدوي.



































