یوه اوونۍ کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې ۸۶ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې څه باندې ۸۶ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۳۸۰۹ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې ممیز تشکیلوي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.



































