د افغانستان بانک ویلي، چې نن دوشنبه ۱۲ میلیونه امریکايي ډالر په لیلام ډول پلوري. دغه بانک په دې داوطلبۍ کې له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، د ګډون غوښتنه کړې ده. د افغانستان بانک زیاته کړې، د لیلام ګټوونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې که څه هم افغانۍ د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت زیات کړی؛ خو د راپورونو له مخې لا هم بازار کې د خوراکي توکو بیې لوړې دي.



































