د افغان سرې میاشتې ټولنې له لوري له کابل ښار څخه د راټولو شویو سوالګرو له کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه. افغان سره میاشت وايي، له بېوزلو سره د دوی مرستې بسنه نه کوي او په دغه برخه کې د نړیوالو بنسټونو لاسنیوی مهم دی. په کابل ښار کې د سوالګرو ټولولو کمپاین د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یو کمېسیون له لوري پیل شوی چې تر دې دمه یې ۳۰۴۸ تنه سوالګر راټول کړي د دغه کمپیان موخه په ښار کې د رښتینو اړمنو کورنیو په نښه کول او د هغوی د اړتیاوو پوره کول ښودل شوي. د سوالګرو راټولولو کمېسیون په وینا په سوالګرو کې یې داسې کسان هم په ګوته کړي چې د کار جوګه دي خو نه یې کوي.



































