د افغانستان د برېښنا شرکت وايي چې د ماهيپر د برېښنا دويم توربين يې هم ترميم او فعال کړی دی. د برېښنا شرکت په يوه بيان کې ويل شوي چې د ماهيپر د برېښنا فابريکې دويم توربين د دغه شرکت د عملياتي رياست د تخنيکي ټيم له لوري فعال شوی چې ورسره د ياد بند د برېښنا د توليد ظرفيت ۶۶ ميګاواټو ته لوړ شوی دی. د يادونې وړ ده چې ياد توربين په ۱۳۹۴ کال کې هم ترميم شوی و خو په فونډيشن رينګ کې يې د عوارضو د پېښېدو له کبله د برېښنا د توليد ظرفيت له ۲۲ ميګاواټو څخه ۱۹ ميګاواټو ته را ټيټ شوی و.



































