د ایران په اهواز ښار کې داعش پر یو پوځي پوځي رسم گذشت برید کړی چې د رپوټونو له مخې ٢۴ کسان پکې وژل شوي او څه دپاسه ٥٣ نور ټپیان شوي دي.
د ایران د خوزستان ولایت د اهواز ښار ددغه برید مسولیت د الاهواز ملي مقاومت ډلې منلی دی. د ایران دولتي رسنيو د مخه ویلي وو چې ښایي دا به د “اسلامي دولت” د ډلې کار وي. خو د ایران د پوځ یو ویاند ابوالفضل شکرچي ویلي چې د اهواز پر پوځي رسم گذشت بریدگر د دوو عربي هېوادونو له خوا روزل شوي چې له امریکا او اسرائیلو سره اړيکې لري.
شکرچي دغه راز ويلي چې بريدګر د داعش وسله وال نه بلکې د امريکايي او اسرائيلي استخباراتو اړوند وسله وال وو.
ایراني چارواکو ویلي چې دوه بریدگر د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي، خو نورو چارواکو ویلي چې دوه تنه ددې پیښې په تړاو نیول شوي هم دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا رپوټ ورکړی چې د وژل شویو کسانو نیمایي د ایران د سپاه پاسداران ځواک منسوبين دي. دا د ایران پر سپاه پاسداران تر ټولو ستر برید گڼل کېږي.
رویټرز اژانس د ایراني چارواکو له خولې، چې نوم يې نه دی ياد شوی، ویلي چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي چې سیمه ییزې ډلې او د هغوی بهرني ملاتړي د اهواز د برید تر شا دي.
ظریف په یو ټویټري پیغام کې لیکلي: «هغه ترهگر چې د بهرنیو رژیمونو له لورې گومارل کېږي، روزل کېږي، په وسلو سمبال او تمویلېږي، ددې بريد تر شا دي».
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې مسکو تیار دی چې د ترهگرو ډلو پر ضد خپلې هڅې گړندۍ کړي.
د الاهواز ملي مقاومت ډلې ويلي، پرونی بريد يې د مشروع مبارزې برخه وه او دوی ژمن دي چې په خپلو مبارزاتو کې به هېڅ ملکي وګړی په نښه نه کړي.
الاهواز ملي مقاومت د ايران په خوزستان ولايت کې د مېشتو عربانو مدافعين دی چې ويلي کېږي د بېلتونپالنې سياستونه پلي کوي.