د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې پاکستان هر کال د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو پر وړاندې خنډونه جوړوي. په ورته مهال يو شمېر سوداګر وايي چې له پاکستان سره دې د تجارتي ستونزو د هواري په موخه جدي او بنسټيزې خبرې وشي. دا غبرګونونه په داسې حال کې دي چې اسلام اباد تېره اونۍ د افغانستان پر پنځه قلمه ميوې ګمرکي ټکس د هر ټن پر سر له يوولسو زرو روپيو څخه ۹۰ زرو روپيو ته لوړ کړ. که څه هم اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ويلي چې پاکستان خپله پرېکړه بېرته اخيستې ده خو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خانجان الکوزی وايي چې د افغان سوداګرو په زرګونو ټنه ميوه د ګمرکي تعرفو د لوړوالي له کبله خوسا شوې ده. نوموړی وايي چې د پاکستان له لوري رامنځته شوې وروستۍ ستونزې افغان سوداګرو او باغوانانو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي. په ورته مهال د مېوې يو شمېر صادروونکي وايي چې ا.ا دې له پاکستان سره د تجارتي ستونزو د هواري لپاره جدي او بنسټيزې خبرې وکړي. دوی وايي د پاکستان د ناسالمو پاليسو له کبله يې سوداګري تل بې ثباته وي او د کاروبار پر وړاندې يې وخت ناوخته ستونزې را ولاړيږي.



































