د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا ويلي چې په افغانستان کې د نږدې ۹۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت پنځه لويې بېړنۍ پروژې پيلوي. اوچا نن د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې دا پروژې د خوړو د خونديتوب، روغتيا، ښوونې او غير دولتي ادارو د ظرفيت لوړونې په برخو کې پلې کيږي. اوچا ټينګار کړی چې په ټوله کې پروژې داسې ډيزاين شوې دي چې ښځو او نجونو ته يې ګټه ورسيږي. پر دې پروژو ټولټال ۸۹۳ ميليونه ډالره لګښت راځي چې د نړيوال بانک او د افغانستان د بيارغونې له صندوقه ورکول کيږي. د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، د ۸۹۳ ميليونو ډالرو له ډلې ۱۹۵ ميليونه ډالره د خوړو خونديتوب، ۲۶۵ ميليونه ډالره ټولنيز پرمختګ، ۳۳۳ ميليونه ډالره روغتيا، ۱۰۰ ميليونه ډالره ښوونې او روزنې او پاتې ۲۰ ميليونه ډالره نور بيا د افغانستان د غير دولتي ادارو ظرفيت لوړولو ته په پام کې نيول شوې دي. ملګرو ملتونو ويلي چې ط البان به د يادو پروژو مالي سرچينو ته لاسرسی ونه لري.



































