امریکا هغه شتمن هېواد دی چې د بېوزلو لوټ ته یې ادامه ورکړې ده. چینايي سي جي تي ان رسنۍ په یوه تحلیل کې لیکلي دي چې امریکا له تېرو شلو کلونو راهیسې د ګڼو هېوادونو لوټ ته ادامه ورکړې ده او د دوی شتمني غلا کوي. سرچینه کاږي چې امریکا له سوریې او لیبیا نیولې بیا تر افغانستان پورې د خلکو شتمني لوټوي، خو پخپله ورځ په ورځ شتمن کېږي. سرچینه کاږي چې امریکا د لوټ او هېوادونو د زبېښاک نوې تګلارې کاروي او د دوی له طبیعي منابعو د ځان د ځواکمنتیا لپاره ګټه پورته کوي. تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو رسنیو پر امریکا نیوکه کړې چې افغان شتمني لوټوي او تر تګ وروسته یې هم د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې ده.


































