برېټانیا له افغان ماشومانو سره ۲۸ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده. د ملګرو ملتونود ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په تازه څرګندونو کې ویلي چې برېټانیا ورسره د بشردوستانه مرستو په دوام د افغان ماشومانو د ژغورنې په موخه ۲۸ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده.
یونسیف وایي دغه مرستې به پر افغان ماشومانو او له لوږې د دوی پر ژغورلو لګول کېږي. سرچینه کاږي چې له خوارځواکۍ سره د مخ شاوخوا ۷۰۰ زره ماشومانو درملنه به کوي، د څښاک پاکې اوبه به برابروي او هڅه کوي له اړمنو سره مرستې وکړي. برېټانیا تر دې وړاندې هم له افغانستان سره بشردوستانه مرستې اعلان کړې دي او تازه مرستې یې بیا ماشومانو ته ځانګړې کړې دي.



































