د افغانستان د ډبرو سکرو بیې لا هم د نړیوال بازار په پرتله ټېټې دي. سیګار یا د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې ویلي چې د افغانستان نوي حکومت پر صادرېدونکو سکرو مالیات لوړ کړي دي خو سره له دې هم ددغه سکرو واردات پاکستان ته په ګټه دي.
د سرچینې په خبره دمګړی د افغانستان د یو ټن ډبرو سکرو بیې تر ۲۸۰ ډالرو پورې دي چې له نړیوال بازار څلوېښت سلنه ټيټوالی ښيي. افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.
د مالیې وزارت د ډبرو سکرو پر صادراتو مالیات لوړ کړل او زیاتوي چې له دې درکه د دوی په عایداتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی. د کانونو وزارت بیا وایي چې افغانستان د ډبرو سکرو پرېمانه کانونه لري او دوی یې د مدیریت او شفافیت لپاره پوره هڅه کوي.



































