د هرات د ګمرک مسوولين وايي په دغه ګمرک کې فساد صفر ته رسېدلی او د دغې ادارې د يو کال عواید ۲۰ میلیارده افغانیو ته رسېدلي دي. د هرات د ګمرک رييس مولوي محمد بلال وايي چې په دغه اداره کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې زياتې هڅې شوي او اوس د هرات په ګمرک کې فساد صفر ته رسېدلی او د دغه ګمرک عوايد هره ورځ مخ په زياتېدو دي. هغه زياته کړه، د امنيت تامينول هم د سوداګرۍ په برخه مثبته اغېزه کړې او اوس سوداګر له کومې وېرې پرته خپل کاروبار ته دوام ورکوي. نوموړی وايي په پام کې لري په ګمرکونو کې معياري سيستم فعال کړي او اوس د معياري کولو پلان د مرکز له خوا هم تائيد شوى، چې په نږدې راتلوونکي کې به یې د معياري کولو کار پيل شي.



































