د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د روانې میاشتې تر پایه به د ازبکستان هېواد ټول پورونه ادا شي او له یاد هېواد سره به د برېښنا واردولو نوی تړون لاسلیک کړي. دغه څرګندونې د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي ریيس ملا محمد حنیف حمزه د ازبکستان هېواد د برېښنا ملي شبکې له رییس او نورو مسوولینو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې وکړې. د فغانستان برېښنا شرکت وايي، چې په دغه کنفرانس کې د ۲۰۲۲ کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون پر پلی کولو ټینګار، د سرخان ـ پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ پروژې او پورونو د تادیې په اړه خبرې شوې دي.



































