سویس وایي له افغان شتمنۍ سره به په پوره امانتدارۍ چلند کوي. د سویس د حکومت له لوري په تازه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې امریکا د افغانستان کنګل شوې شتمني د سویس یوه بانک ته سپارلې ده او په خبره یې سویس په دې برخه کې له پوره امانتدارۍ کار اخلي. سرچینه وایي له دې پیسو به د افغانستان د اقتصادي ودې او برېښنا د پورونو په ورکړه کې ګټه اخیستل کېږي او په لګولو کې به یې پوره شفافیت په پام کې نیول کېږي. د سویس حکومت همدا راز وایي چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او تمه لري چې په اوږدمهالي پرمختګ او وده کې د افغانانو مرسته وکړي له همدې امله افغانانو ته ډاډ ورکوي چې د دوی شتمني به خوندي وي. بلخوا سویس ته د افغانستان د مرکزي بانک د دغه شتمنۍ ورکولو ګڼ غبرګونونه هم پارولي دي او کارپوهان په دې باور دي چې هسې نه له دې لارې افغانستان نه جبرانېدونکې اقتصادي ضربه وویني.



































