د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم ژغورنې په موخه ۲۳ روغتیايي مراکز پرانیستل شول. د پکتیکا د عامې روغتیا رییس مولوي ډاکټر حکمت الله عصمت د ۲۳ قابله ګانو په فراغت غونډه کې وویل چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې یې د مور او ماشوم ژغورنې په موخه روغتیايي مرکزونه فعال کړي دي. د نوموړي په خبره، فارغو شویو قابله ګانو ۲۶ میاشتې تیوري او ۲ میاشتې یې عملي زده کړې کړې دي. هغه ټولو قابله ګانو ته سپارښتنه کړې، چې د مور او ماشوم د مړینې کچې راټیټولو لپاره په خپلو دندو کې اخلاص وکړي.



































