پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل استقلال فوټبال لوبډلې له غړو سره کتلي او د هېواد د فوټبال لوبډلې په راتلونکو لوبو يې ورسره خبرې کړې دي. کرزي په کورنيو او نړيوالو سياليو کې د افغان زلميانو لاسته راوړنې ستايلې او د هېواد د ځوانانو د استعدادونو په غوړولو کې يې د هر راز همکاريو ژمنه ورسره کړې ده. پخواني ولسمشر په داسې حال کې د فوټبال له لوبغاړو سره کتلي چې ټاکل شوې نن د اسيا د ملتونو جام د غوراوي سياليو په لړ کې د هېواد د فوټبال شل کلن لوبغاړي له فليپين سره د سيالۍ ډګر ته ووځي. افغان ځوانانو تر دې وړاندې د جمعې په ورځ د عمان د شل کلنو ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.




































