کابل ښاریان شکایت کوي، چې د تېلو بیې را کمې شوي، خو لا هم د موټرو کرایه لوړه ده. دوی وايي، که څه هم په بازار کې د تېرې میاشتې په پرتله د تېلو په هر لېتر کې شل افغانۍ کمښت راغلی، خو د ښاري موټرو کرایې لا هم هماغه ډول پورته دي. په ورته وخت کې د ترانسپورټ وزارت وايي، د دې ستونزې په حلولو کار کوي. د دې وزارت ویاند امامالدین احمدي وویل د دې ستونزې د حل لپاره يې نوې لایحه جوړه کړې او هغه يې د موټرو په تمځایونو او ښاري وسایطو کې لګولې ده، څو عملي شي. که څه هم احمدي د نویو ټاکل شویو کرایو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل، که څوک دا لایحه ونه مني، له قانوني چلند سره به مخ شي.



































