د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې له کسبګرو او هټۍ والو د ملاتړ په غونډه کې وویل د اصنافو مالیه په بې ساري ډول کمه شوې او هټۍ وال هم باید دغه بدلون ته په پام د توکو بیې ټيټې كړي. نوموړي وویل دا يوه ښه کام دی چې د ماليې وزارت د اصنافو مالياتو نورم له ۱.۵ سلنې ۰.۵ سلنې ته راټیټ کړی دی. هغه زياته کړه، هټۍ وال دې دغه تغيير د توکو په پلور کې په پام کې ونيسي څو بيې راټيټې شي او عام خلک یې اغېز حس کړي. ده له هغو کسانو سره پر قانوني چلند ټينګار وکړ چې مالیه نه ورکوي او له خلکو یې وغوښتل چې پر خپل وخت مالیه ورکړي. حنفي وويل چې د مالياتي عوايدو په اړه به خلکو ته حساب ورکول کېږي.



































