د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، افغانستان ته د پاکستان د صادراتو د ډيرېدو په تړاو د هغه هېواد د رسنيو راپورونه سم نه دي. پاکستاني رسنيو پرون ويلي وو چې افغانستان ته يې د هېواد صادرات ډير شوي او يوازې اګسټ مياشت کې يې کچه ۹۵ ميليونو ډالرو ته رسېدلې وه. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خانجان الکوزی وايي، افغان ادارې دا ارقام نه تاييدوي او په وينا يې چې افغانستان اوس د پاکستان په پرتله له منځنۍ اسيا سره ډيره سوداګري لري. الکوزی وايي چې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه خورا ټيټه شوې خو د وارداتو کچه يې بيا د کال څلور سوه ميليونو ډالرو ته رسېدلې ده. پاکستان له افغانستانه معمولاً د تالک ډبرې، ميوې او د ډبرو سکاره واردوي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له منځنۍ اسيا سره د افغانستان سوداګري د پاکستان په پرتله ګټوره او بې خطره ده، ځکه په خبره يې چې له منځنۍ اسيا سره د توکو تبادله په کم لګښت او لږ وخت کې کيږي؛ په داسې حال کې چې پاکستان بيا د سوداګرۍ لپاره ثابت او اصولي دريځ نه لري او وخت ناوخته د افغان سوداګرو د زيانمنېدو سبب کيږي.



































