شیرشاه سوري تاریخي ناول د افغان شیرشاه سوري پاچا په اړه چې څو پېړۍ مخکې یې د هند په لویه وچه کې د خدمت، عدالت او دیانت زعامت برقرار کړی و، په اړه لیکل شوی تاریخي ناول دی چې د نوموړي په پېژندنه او کارنامو متمرکز تاریخي داستان بیانوي.
دغه اثر افغان ژباړن، ژورنالیست او لیکوال ښاغلي محمد زبیر شفیقي لیکلی، په کابل کې اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی دی.
کتاب ۶۰۸ مخونه، یوه سریزه او ۱۷ څپرکي لري.
لیکوال په سریزه کې یادونه کوي چې دغه اثر د نوموړي ویاړمن افغان ټولواک په اړه یو نوی او تر ډېره بریده جامع اثر دی چې لوستونکو ته به د خپلو رښتینو اتلانو په پېژندنه او هم اېډیال کېدو کې مهم واقع شي.
سربېره پر دې به اکاډمیک بنسټونه هم وکولای شي چې د یوه کره تاریخي سرچینې په توګه او همدارنګه د هنر مینوال او مسوولین هم کولای شي د دغه شخصیت په اړه یو غوره فلم جوړ او د ټولنې د افکارو د اسانه تنویر په موخه ترې اغېزناکه ګټه پورته کړي.