په دې وروستیو کې د لیزر خبرې ډېرې کېږي، ډاکتران داسې اعلانونه خپروي چې ګواکې د لیزر په واسطه د مخ اضافي وېښتان د تل لپاره له منځه وړل کېږي، خو په حقیقت کې داسې نه ده. که غواړی چې د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسی، نو د هګۍ سپین را واخلی او د مخ پر اړوند برخه یې وموښئ چې دا کولای شي د مخ د اضافي وېښتانو په له منځه وړلو کې در سره مرسته وکړي.
که غواړی د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسی، نو یو څه اندازه بوره او اوړه په اوبو کې سره حل کړئ او پر مخ مو یې وموښئ چې دا هم کولای شي د مخ د اضافي وېښتانو په له منځه وړلو کې در سره مرسته وکړي.
بل ځای ویل شوي چې د هګۍ سپین، بوره او اوړه سره ګډ کړئ او تر هغې پورې یې ووهئ، څو د خمیرې شکل او جوړښت غوره کړي او وروسته له هغه یې پر مخ وموښی او تر هغې یې پرېږدی، څو چې وچ شوي نه وي.
په یاد ولرئ، څو ځلې دغه کار تکرارول د دې لامل کېږي چې اضافي وېښتان مو له منځه لاړشي.
بیا هم یادونه کوم چې لیزر کولای شي د وېښتانو وده کمزورې کړي، خو د تل لپاره یې له منځه نه شي وړلی.