د ښځو وجود د ژوند په هر پړاو کې ځینو مهمو موادو ته اړتیا لري چې باید پوره يې کړي.
۱– اوسپنه
اوسپنه د وینې نوې حجرې زيږوي او هغه د له منځه تلو څخه ژغوري. د امیداورۍ پر مهال هم میندو ته لازمه ده چې په کافي اندازه اوسپنه پوره کړي. د اوسپنې اصلي سرچینه هګۍ، د کب غوښه، لوبیا، سبزي او نور دي.
۲– کلسیم
مېرمنې د نورو په پرتله کلسیم ته هم ډېره اړتیا لري. کلسیم په ماشومتوب کې د هډوکو د ځواکمنتیا او د غاښونو د روغتیا لپاره ضروري دی. د کلسیم اخیستل د امیدوارو میندو او د هغوی د ماشومانو لپاره اړین دي. د کلسیم مهمې سرچینې عبارت دي له: لبنیاتو (شیدې، مستې، کوچ او پنېر)، سبزيجاتو او باداموڅخه دي.
۳ـ مګنېزیم
په وجود کې د مګنېزیم کمښت د ګڼو ناروغیو لامل کېږي. د هډوکو د قوت او د روحي فشار او سټرېس د کمولو لپاره ډاکتران په پوره اندازه د مګنېزیم د اخیستو سپارښتنه کوي. د مګنېزیم اصلي سرچینې دانه لرونکي خواړه، دڼیا، ګلپي، بادام، کېله، د کدو دانې، کوپره او پالک دي.