د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون کابل ته راغی او دلته یې له چارواکو سره وکتل. نوموړی له افغانستان وروسته ایران، روسیې او چین ته هم سفرونه لري. په کابل کې چارواکي وايي، شاه محمود قریشي ډاډ ورکړی چې د سولې په پروسه کې به مرسته کوي او وسله وال طالبان به له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي. دا په لنډ وخت کې کابل ته د ښاغلي قریشی دویم سفر دی.
پاکستان بیا پر کومه لوبه بوخت دی او د دغو سفرونو موخه یې څه ده؟
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفرونه د افغان سولې په تړاو بحث دی چې ځینو اندېښنو ته به ځواب وايي. د سیمې هېوادونه د پاکستان له هغه ګام وروسته اندېښمن شول چې طالب مشران یې له پاکستان څخه اماراتو ته بوتلل او هلته یې د افغان دولت او د سیمې د هېوادونو له حضور پرته له امریکايي چارواکو سره کېنول. د اماراتو په غونډه کې پر طالبانو سربېره سعودي، اماراتو، پاکستان او امریکا ګډون کړی و. امارات او سعودي هسې د امریکا د محور هېوادونه دي، خو له پاکستان څخه د سیمې د هېوادونو تمه دا وه چې له امریکا سره د افغان سولې په تړاو داسې کومه معامله ونه کړي چې دوی پکې هېر شي. د اماراتو غونډه د روسیې، چین او ایران د توقع خلاف وه او له همدې امله روسیې په ښکاره ټکو د دې غونډې په اړه اندېښنه وښوده. ایران به له دې امله هم اندېښمن و چې سعودي او اماراتو پکې برخه لرله، خو دوی پکې نه وو. چین هم په افغانستان کې د امریکا پر تګلارو شک لري او له روسیې سره د افغانستان د چارو په اړه ګډ دریځ لري. د اماراتو له غونډې څخه افغان حکومت هم اندېښمن شو، ځکه چې په دې غونډه کې له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم طالبانو د دوی له استازو سره ونه کتل. اوس پاکستان له امریکا سره د افغانستان په تړاو په یوه معامله بوخت دی، دې معاملې د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي دي. د شاه محمود قریشي وروستي سفرونه هم د همدې لپاره دي او نوموړی به هڅه وکړي چې دا اندېښنې را کمې کړي.
پاکستان د سیمې د هېوادونو ( روسیې، چین، ایران) او امریکايي بلاک ترمنځ دی. د امریکا د فشار په صورت کې سیمې ته پناه وړي، خو له امریکا سره د معاملې پر مهال سیمه هم نه شي هېرولی. اوس ښکاري چې پاکستان د افغانستان په تړاو له امریکا سره په معامله کې دی. دې چارې د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي او فکر کوي چې پاکستان یو ځل بیا د خپلو ګټو لپاره پر افغانستان معامله کوي او په دې معامله کې د روسیې، چین او ایران ګټې او اندېښنې هېرېږي. په کابل کې که څه هم چارواکي د قریشي سفر مثبت ګڼي، خو چارواکي اندېښمن هم دي او پر پاکستان باور نه کوي. شاه محمود قریشي به هڅه وکړي چې ایران، روسیه او چین ډاډمن کړي، خو د پاکستان لپاره به ستونزمنه وي چې هم له امریکا سره معامله وکړي او هم د سیمې هېوادونه خوښ وساتي. د افغان سولې په تړاو وروستي بدلونونه به وښيي چې پاکستان دواړه اړخونه خوښ ساتلی شي او یا که به د پخوا په څېر بیا ځان د امریکا لمنې ته وغورځوي.