د امریکایي ولسمشر او منلي رهبر ابراهام لېنکن د ژوند، اند او سیاسي مبارزې په اړه لیکل شوی کتاب چاپ شو. لېنکن د امریکا متحده ایالاتو هغه ولسمشر و چې د ده د اقتدار پرمهال په هېواد کې یې کورنۍ جګړه ونیښته چې د متحدې امریکې ساتنه یې ننګوله خو د لېنکن سیاست او حکومت وتوانېده چې یاد کړکېچ رهبري او مدیریت کړي او په پایله کې یو ټولمنلی، ولسواک او د ټولو اتباعو د مساوي حقونو څخه برخمن نظام برقرار کړي. د لېنکن د میراث په اړه فردریک ډوګلاس وایي چې نوموړي دوه ماموریتونه ښه ترسره کړل یو متحده امریکا یې تر شا پرېښوده او بل خوا یې د غلامۍ دا لوی بشري جرم له دې جغرافیې څخه پاک کړ. دغه کتاب د نړۍ د اغېزناکو شخصیتونو د ژوندلیک لیکونکې برېنډا هاوګین لیکلی دی او پښتو ژبې ته میر احمد یاد ژباړلی دی. همدارنګه یاد اثر ۸۰ مخونه لري او اکسوس کتابپلورنځی چاپ