د چين د لېږد ـ رالېږد پېر کمېټې او د شمېرنې دولتي ادارې د خدمتي صنايعو د سروې مرکز د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د دې مياشتې د چين د توليداتو د پېر مديريت شاخص اعلان کړی دی.
د مالوماتو له مخې، د کرونا وبا د پر له پسې خپرېدو او ځينو نورو عواملو له امله، په روان اکتوبر کې د چين د توليداتو د پېر مديريت شاخص بېرته ټیټ شوی دی.
په اکتوبر کې د چین د تولیداتو د پېر مديريت شاخص ۴۹.۲ سلنه ښودل شوی، چې د سپتمبر په پرتله ۰.۹ سلنه ټیټوالی ښيي.
د چین د توليداتو د پېر مديريت شاخص په تېرو پر له پسې دوه مياشتو کې لوړ شوی و، خو روانې مياشتې کې يې په ځوړ حرکت کړی دی.
(ژباړه: شکريه)