څېړنې ثابته کړې چې په اور پخه شوې غوښه د سرطاني ناروغیو لامل کرځي. امریکايي ساینسپوهان وايي چې په سکروټو پخه شوې غوښه که چېرې په زیاته اندازه وخوړل شي، نو د سرطاني ناروغۍ خطر زیاتوي .
کینسر ژورنال مجلې د امریکا د ټکزاس پوهنتون د ساینسپوهانو له قوله لیکلي، که په اور پخه شوې غوښه یا (barbecue) په زیاته اندازه وخوړل شي، د سرطاني ناروغۍ خطر زیاتوي.
یاده څېړنه پر ۱۳۵۸ کسانو ترسره شوې او له تحقیق وروسته معلومه شوې چې له دې ډلې ۶۵۹ کسان د بډوډو پر سرطان اخته شوي وو. په سرطان اخته کسانو تر هغو نورو ډېره غوښه، په ځانګړي ډول سیخ کباب خوړ. ډاکتران وايي چې په ټوله کې د زیاتې غوښې خوړل د سرطان لامل کېږي.
امریکايي ساینسپوهانو ویلي، کله چې غوښه په زیات اور پخېږي، نو داسې کیمیاوي مادې پکې پیدا کېږي چې د انسان د جسم پر سلولونو حملې کوي یا دا چې د انسان په جسم کې د خلیو د جوړېدو او یا ماتېدا په کار اغېز ښندي چې تاثیر یې هم د سرطان په بڼه رامنځته کېږي او د همدغو کیمیاوي مادو له کبله د بډوډو یا پښتورګو د سرطان خطر۵۴ سلنه زیاتېږي .