د امريکا د لوی درستيزانو د کمېټې مشر مارک ميلي ويلي چې پر اوکراين د بريد له پيله بيا تر اوسه د سلو زرو په شاوخوا کې روسي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. اسوشيټيډ پرېس د مارک ميلي له قوله ويلي چې په دې موده کې شاوخوا ۴۰ زرو اوکرايني وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه د کره شمېرو له وړاندې کولو پرته ويلي چې ښايي په همدومره شمېر کې اوکرايني پوځيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي. د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې د مشر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې روسي پوځيانو پرون د اوکراين له مهم ښار خيرسون څخه وتل پيل کړي دي. دا ګام د ژمي د راتلو په درشل کې پورته شوی او دا احتمال ورسره لوړ شوی چې مسکو او کیېف به د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته غاړه کېږدي. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د سې شنبې په ورځ وويل چې له روسيې سره خبرو ته چمتو دی خو په دې شرط چې مسکو به د اوکراين ټولې اشغال شوې سيمې پريږدي او دغه راز به د جګړې له کبله اوکراين ته د اوښتو زيانونو تاوان ورکوي.