د مصر ولسمشر له خپلو خلکو غوښتي چې وزن کم کړي. د رسنیو د راپورونو له مخې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې د مصر خلک باید خپل وزنونه کنټرول کړي. دده په خبره چاغ او د ډېر وزن لرونکي خلک دې په سړکونو کې نه ګرځي بلکې سپورت دې وکړي او د وزن کمولو هڅه دې پيل کړي. دده په وینا تلویزیونونه دې هم چاغ او مزي کارکوونکي نه استخداموي او چاغ مېلمانه دې د کامرې مخې ته نه کینوي. بل پلو د نوموړي مخالفین بیا وایي، چې السیسي غواړي په هر څه کې ځان پوه وښيي. هغه له وزن نیولې تر فلم جوړونې، سرتېرو روزنې، سړک جوړونې او هر څه کې غواړي نظر ورکړي. ددې تر څنګ هغه ځان ډېر هسک بولي او مصري ټولنې ته کله کله نصحیتونه هم پيلوي. د منتقدینو له نظره مصري وګړي د وزن د ډېروالي له خطر سره نه دي مخ او د السیسي خبره هم هسې بې مورده ده. دوی وايي السیسي دې د خبرو پر ځای د مصر روغتیا، خوړو او تعلیمي نظام کې اصلاحات راولي. ددوی په خبره د چاغو خلکو په اړه د السیسي څرګندونې له تبعیض ډکې دي.