په هېواد کې له تېرو دوو کلونو راهيسې د ناامنيو په زياتېدو سره د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم په بې ساري توګه لوړه شوې؛ خو پر ملي يووالي حکومت نيوکه کېږي چې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېرې پټوي.
تازه نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم ليکلي، په افغانستان کې جګړې د ددو مخکنیو کلونو په پرتله خورا شدیدې شوې او ورسره جوخت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېرې هم لوړې شوې ده. ورځپاڼه وايي په ۲۰۱۶ کال کې به هره ورځ د افغان ځواکونو د وژل شويو منسوبينو شمېر ۲۶ کسه ښودل کېده، خو اوس دا شمېر د باور وړ نه دی. نیویارک ټایمز وايي چې په وروستیو میاشتو کې هره ورځ د ملي اردو او ملي پولیسو نږدې ۵۶ سرتېري وژل کېږي.
سرچينه زياتوي چې دمګړۍ څوک د افغان ځواکونو په لیکو کې فعالیت ته زړه نه ښه کوي، ځکه مرګ ژوبلې لوړې شوې او حکومت نه دی توانېدلی چې دا خونړۍ جګړه مدیریت کړي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنيو او دفاع وزارتونو د چارواکو نظر هم واخلو، خو له بيا بيا هڅو سره سره بريالي نه شوو.
د ملي دفاع وزارت اړوند شهيد سردار محمد داوودخان روغتون يوې سرچینې مسير ورځپاڼې ته وويل، هره ورځ د ملي اردو د وژل شويو لسګونو سرتېرو جسدونه ور وړل کېږي.
سرچينه وايي، کله نا کله جسدونه دومره ډېر شي چې د روغتون د مړو د ساتنې په خونو کې نه ځايېږي. هغه زياته کړه چې له همدې امله د شهيد سردار محمد داوودخان په روغتون د مړو د ساتنې لپاره اضافي کانتينرونه اېښودل شوي دي.
د ملي يووالي حکومت په هېواد کې وروستيو ناامنيو او خونړيو جګړو ته په غبرګون کې وايي چې د سولې خبرې بريالي کېدو ته نږدې شوې او ډېر ژر به په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسېږي؛ خو نيويارک ټايمز ادعا کړې چې د ملي يووالي حکومت دا پاليسي په اصل کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې د کچې د لوړېدو سبب شوې ده.
نيويارک ټايمز ويلي، حکومت د سولې پروسې دومره بوخت کړی چې له کبله یې طالبانو ته د تهاجمي بريدونو زمينه برابره شوې ده. نیویارک ټایمز وایي، سره له دې چې امریکا او افغان حکومت د مرګ ژوبلې شمېرې پټوي، خو بیا هم دا شمېرې د پټېدو وړ نه دي او افغان حکومت ته په کار ده، چې ژر تر ژره د جګړې د ختمولو لپاره لاس په کار شي.
د چارو شنونکی حامد هاشمي هم نيوکه کوي چې حکومت حکومت نه د جګړې د مديريت او نه هم د سولې د خبرو د بريالي کولو لپاره ټاکلې تګلاره لري.
هاشمي مسير ورځپاڼې ته وويل، د حکومت ګونګې تګلارې د دې سبب شوې چې د جګړې په ډګرونو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.