پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

په چین کې مېشت افغان سوداګر: موږ د چین د ورخلاصون له تګلارو ډېرې ګټې ترلاسه کړې دي

مرکه کوونکې: هیله؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

دسمبر 4, 2022
in نړیوال خبرونه
0 0

افغان سوداګر قیوم ګل عظیمي څه باندې شل کالو راهيسې د چین په «يي وو» ښار کې کار و بار کړی او کوي يې او دی په چين کې ډېر بلد شوی او ترې راضي دی.

هغه څو ورځې مخکې د يي وو بازار د جوړېدو د ۴۰مې کالیزې په مناسبت په وتلو ۴۰ سوداګرو کې وشمېرل شو او په دې ۴۰ وتلو سوداګرو کې دوه بهرني سوداګر شته، چې یو عظیمي او یو بل د نور هېواد وګړی دی. هغه په دې اړه د چین ميډيا ګروپ له خبریالې سره په مرکه کې وویل، چې ډېر خوشحاله دی او دا  د چین د پرانیستې تګلارې ښکارندويې کوي او په چین کې د دوی اوږدې مودې هڅو او کوښښونو نتیجه ورکړې ده.

ښاغلي عظیمي وویل، چین په نړۍ کې یو غټ هېواد دی او ستر بازار لري.  دغه هېواد له څه د پاسه ۴۰ کلونو راهيسې د ورخلاصون تګلاره پلې کړې او د ده  په شان بهرني سوداګر په دې ډېر خوښ دي او ډېرې ګټې يې ترلاسه کړې دي. دی وايي: کله چې زه په ۱۹۹۸م کال کې چین ته راغلم، که څه هم هغه  وخت په چيني ژبه هېڅ  نه پوهېدم، خو د يي وو بازار ما ته دروازه پرانیسته او دلته مې ډېر ژر سوداګرۍ پيل کړه.

عظیمي زیاتوي چې په يي وو ښار کې يې له څه وخت کار وروسته خپل شرکت جوړ کړ او خپلې معاملې يې ډېرې پراخې کړي. هغه وویل، د چین د ورخلاصون تګلارې او برابر سوداګریز چاپېریال بهرنیو شخصي سوداګرو ته ډېر ګټور فرصتونه برابر کړي. اوس هغه نه یوازې د افغانستان په شمول لسګونو هېوادونو ته د چین تولیدات صادروي، بلکې له افغانستان او ترکیې څخه باکیفیته توکي چیني بازار ته واردوي.

نوموړي په ۲۰۱۹م کال کې په يي وو ښار کې د بهرنیانو لپاره د لومړۍ دورې د استوګنې ۵ کلن لیسانس تر لاسه کړ. عظیمي وویل، چې د دې لیسانس په لرلو سره يې کار او ژوند ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

چین د دسمبر په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د ۹۸ سلنې تولیداتو ګمرکي مالیه صفر کړې. عظیمي په دې اړه وویل، چې هغه د چین دغه تګلاره ډېره اغېزمنه ګڼي، په دې سره به چین ته د افغانستان د لا نورو زیاتو توکو د واردېدو او په افغانستان کې د تولیداتو د چمتو کولو لارې چارې وهڅول شي. برسيره پر دې به د چین دغه تګلاره ډېرو زیاتو افغان سوداګرو او کارکوونګو ته ګټور فرصتونه برابر کړي.

 اوس چین په عمده توګه له افغانستان څخه د جلغوزو، زعفران او نورو وچو میوو په شمول ځیني زراغتي محصولات واردوي، خو دواړه هېوادونه د کرنیزو تولیداتو او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ لا نوربالقوه ځواک لري.

د چین د دولت رئیس شي جین پينګ څو ځلې پر دې ټينګار کړی، چې چین به په دوامداره توګه خپلې دروازې د نړۍ پرمخ پرانيزي او د پرانيستي اقتصاد کچه به نوره لوړه کړي. د عظیمي په اند، چین د افغانستان پر صادراتو د ماليې په صفر کول،  د يي وو ښار ځايي حکومت بهرنیو سوداګرو ته جایزه ورکول، ټول د رئیس شي جين پينګ د ویناوو د ثبوت ښکارندويي کوي.

نوموړي په راتلونکی کې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ په اړه داسې ویلي، چې هیله ده د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرافيکي لارې نورې هوارې وي او په دې سره به د دواړو هېوادونو د خلکو تګ راتګ او معاملې  نورې زیاتې شي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

سپتمبر 10, 2026

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

سپتمبر 10, 2026

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

سپتمبر 10, 2026

دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

سپتمبر 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In