د رسنیو د راپورونو له مخې ځينو مهمو طالب چارواکو له امریکايانو سره د بګرام هوايي اډه کې سره لیدلي دي. ویسا ورځپاڼې ته موثقو سرچینو د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې د جمعې په ورځ له بګرام هوايي ډګر یوې امریکایي الوتکې ان تر کوټې پورې پرواز کړی دی. دغه الوتکې د کوټې شورا څو غړي بګرام هوايي ډګر ته راوستي دي او تر اته ساعته ځنډ وروسته یې بېرته کوټې ته رسولي دي. ویسا ورځپاڼه وایي خپلو سرچینو ورته ویلي چې ښایي امریکایانو په دې توګه له طالبانو سره پر ځينو مهمو مسایلو خبرې کړې وي. امریکا او نه هم طالبانو تر اوسه ددغه خبر په اړه غبرګون ښودلی دی. په دې وروستیو کې امریکا ویلي چې له هرې ممکنې لارې غواړي په افغانستان کې له طالبانو سره سوله وکړي او په دې توګه دلته روانه جګړه پای ته ورسوي. په همدې موخه یې زلمی خلیلزاد د افغان سولې د بهیر د مدیریت په موخه ګومارلی دی.