د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په ۴مې نېټې په يوې نوبتي خبري ناستې کې د کرونا د وقايې او کنټرول په اړه د چين پر پاليسۍ د امريکايي چارواکو څرګندونې رد کړې.
ماو نينګ هيله وښوده، چې اړوند هېوادونه د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې ته پاملرنه واړوي او دغې وبا ته دې سیاسي رنګ نه ورکوي.
نوموړې وويل، چې چين تل له نړيوالې ټولنې سره د کرونا وبا په اړه اړين معلومات شريک کړي دي.
د ماو نينګ په وينا، چين په تېرو درېيو کلونو کې له روغتيا نړيوال سارمان سره څه دپاسه ٦٠ تخنيکي تبادلې کړي او د کرونا د وقايې او کنټرول “نوي لس اصول” له خپرېدو وروسته يې ياد سازمان ته دوه ځلې مالومات ورکړي دي.
ماو نينګ زياته کړه، چې د چين حکومت د چينايانو د ژوند او روغتيا د ساتنې، د کرونا پر وړاندې د نړيوالې مبارزې د پرمخبيولو او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره مسئولانه اقدامات غوره کړي، تر وسې پورې يې کوښښونه کړي او مهم او مثبت خدمتونه يې کړي دي. (ژباړه: شکريه)