اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع په ۷۳ غونډه کې ګډون کوي. هغه په همدې موخه نن نیویارک ته تللی دی او ټاکل شوې چې دغه غونډې ته به وینا هم وکړي. ډاکټر عبدالله عبدالله به د ملګرو ملتونو په دې غونډه کې د ملي یووالي حکومت پر لاس ته راوړنو خبرې وکړي. د اجرایه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی به په دغه غونډه کې د افغان حکومت له لوري د ځینو طرحو د عملي کولو، ټاکنو، د فساد ضد مبارزې او د افغان پوځ پر لاس ته راوړنو خبرې کوي. هغه به همدا راز په دې سفر کې د یو شمېر هېوادونو له ولمسشرانو، مرستیال ولسمشرانو، بهرنیو چارو وزایرانو او نورو چارواکو سره لیدنې کتنې ولري. اجرایه ریاست وايي چې په دې لیدنو کې به د ډاکټر عبدالله موخه افغانستان ته د نړیوالو توجه اړول وي او هڅه به وکړي په بېلو برخو کې د بهرنیانو همکارۍ جلب کړي.