لکه څه ډول چې د اسلام په مبارک دین کې هم دروغ ویل ګناه ده او دروغجن د خدای دښمن بلل شوی، اوس تازه څېړنو هم ثابته کړې چې دروغ ويل د انسان پر روغتيا ډېر بد اغېز کوي. د المشرق ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د روحي او رواني ناروغیو متخصصانو د خپلې کلنۍ ناستې په لړ کې چې په اورلاندو ښار کې جوړه شوه، په ۱۱۰ داوطلبو خلکو په زړه پورې څېړنه وکړه. د څېړنې پایلو وښوده، هغه کسان چې حتی له مصلحت امېزه دروغو ویلو هم ځان ساتي، د دروغجنو خلکو په پرتله ډېر لږ د سر درد، اضطراب او حتی د ستوني درد په څېر له ډېرو نورو جسمي او روحي ناروغیو څخه شکایت لري .
متخصصانو له څېړنې وروسته په ډاګه کړه، څومره چې مېوې، سابه او سپورت له روغتیا سره مرسته کوي، په هماغه اندازه د خولې کنټرول او له دروغو ځان ساتل د بدن په روغتیا ساتلو کې مهم دي .
دغه متخصصین سپارښتنه کوي چې ټول خلک باید رښتیا ویلو ته اهمیت ورکړي او په خپل ژوند کې ترې کار واخلي. دوی دغه راز وايي، رښتیا ویونکي د دروغجنو په پرتله ډېر پر خپل ځان باور او ډاډ لري.