د ښې روغتیا لپاره مو د هاضمې سیسټم روغ وساتئ. کله چې د هاضمې سيسټم په سم ډول فعالیت وکړي، نو ډېر هغه غذایي مواد به جذب کړي چې د بدن د روغتیا لپاره ځانګړی ارزښت لري. کله چې د بدن ټول د اړتیا وړ مواد پوره وي، نو بدن د ناروغیو پر وړاندې ښه مقاومت کوي. دلته هغه خواړه در پېژنو چې د زکام په مقابل کې د درمل خاصیت لري او د زکام لپاره تر ټولو چټک او طبیعي درمل ګڼل کېږي.
۱- زنجفیل(Ginger): په زنجفیل کې شته غوړي د انسان بدن تود ساتي، له بدن سره په خوله کولو کې مرسته کوي او له بدن څخه تبه او زهرجن مواد وباسي. دغه خواړه د میتابولېزم فعالیت زیاتوي. زنجفیل د هاضمې سیسټم فعالیت زیاتوي او سربېره پر دې د ځیګر او سینې د مختلفو ناروغیو په مخنیوي کې ډېره مرسته کوي.
۲- هوږه: په هوږه کې د الیسین (Allicin) په نوم مواد شته چې همدغو موادو هوږې ته د باکتریا ضد خاصیت ورکړی. هوږه د وینې په پاکولو سره د انسان ځیګر هم پاکوي، ځکه چې وینه په دریو دقیقو کې یو ځل ځیګر ته داخلېږي. د وینې د سپینو کرویاتو په زیاتولو سره د انسان دفاعي سیسټم پیاوړی کېږي.