پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

    بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

دسمبر 30, 2018
in پوهنتون
0 0

د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا منظوره شوه چې رسمي چارې یې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې پیل او په همدغه کال ورته د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې له لارې محصلین هم معرفي شول. د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسې رییس سید انور سیرت وایي، دغه موسسه له هماغه لومړي سره بیا تر اوسه یوازې دوه پوهنځي ( کرنه او ښوونه او روزنه) لري، خو هڅه به وکړي چې د معیارونو تر پوره کولو وروسته د نورو پوهنځیو د منظورۍ لپاره هم لوړو زده کړو وزارت ته غوښتنلیکونه وسپاري چې دا کار یې لا وار دمخه کړی هم دی.

د دې موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی دوه ګډ ډیپارټمنټونه (ریاضي- فزیک او دغه راز کیمیا- بیولوژي) لري، خو د کرنې پوهنځی بیا د دوو ځانګړو ډیپارټمنټونو (ځنګلونه او اګرانومي)  درلودونکی دی. د دې موسسې رییس وایي، د ده په راتګ سره یې د ښوونې او روزنې پوهنځي دوه ګډ ډیپارټمنټونه په څلورو ځانګړو ډیپارټمنټونو ووېشل او د موسسې د لا پرمختګ لپاره یې خپلې هڅې پیل کړې دي.

د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال ټولټال ۷۳۸ محصلین لري چې له دې ډلې ۳۶۴ یې ښځینه او ۳۷۴ یې نارینه محصلین دي. په دې موسسه کې د تدریس چارې د ۲۰ استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي چې په دې ډله کې یې یوازې یوه ښځه ده. د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، ټول استادان یې یوازې د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري، خو پنځه تنه یې اوس تازه هند، مالیزیا او ایران ته د ماسټرۍ کورس د بشپړولو لپاره استولي او د څلورو نورو لومړني کارونه یې بشپړ شوي چې ډېر ژر به د ماسټرۍ په پروګرام کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړ شي. دی وایي، کېدای شي په دې برخه کې د استادانو له کمښت سره مخ شي، خو له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د استادانو او اداري کارکوونکو په زیاتوالي کې ورسره مرسته وکړي، څو یې محصلین له زده کړو وروسته پاتې نه شي.

دا چې د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه خپلې اداري او تدریسي چارې تر اوسه پورې په یوه کرایي ودانۍ کې مخ ته وړي، نو نه شي کولی ان یوازې ۷۰۰ محصلینو ته پر یو وخت تدریس وکړي، ځکه د استادانو کمښت هم په دې برخه کې پر یوه ستونزه بدل شوی دی. د لوړو زده کړو د دې موسسې رییس سید انور سیرت وایي، په دوو ودانیو یې اوس کار پيل کړی چې اتیا سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي او د دوو نورو ودانیو تدارکاتي چارې یې روانې دي چې د دغو ودانیو په جوړېدو سره به نه یوازې دوی د خپلو ودانیو څښتنان شي، بلکې د محصلینو د جذب وړتیا به یې هم لوړه شي.

د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دوی په لومړي سر کې په شته دوو پوهنځیو کې هر کال یوازې د ۲۰۰ محصلینو د جذب وړتیا درلوده، خو سږ کال د لوړو زده کړو وزارت د کانکور له لارې ۳۲۰ تنه ور معرفي کړي چې له دې ډلې ۲۷۴ تنو یې نوملیکنه کړې ده او عملاً یې زده کړې پیل کړې دي. د سیرت په خبره، محصلین یې ډېری خپله د دایکنډي ولایت اوسېدونکي دي، ځکه د نورو ولایتونو محصلین زړه نه ښه کوي چې د دایکنډي په څېر د پرمختګ له اړخه په یوه وروسته پاتې ولایت کې لوړې زده کړې وکړي. سید انور سیرت وایي، د لوړو زده کړو وزارت د نوي قانون له مخې اوس د هېواد په ټولو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د نویو جذب شویو محصلینو نوملیکنه انلاین کېږي چې پر یو  وخت یې ټول معلومات هم له وزارت او هم له اړوند پوهنتون یا د لوړو زده کړو له موسسې سره ثبتېږي. دا چې د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه تازه تاسیس شوې او تر اوسه پورې خپلې اداري او تدریسي چارې په کرایي ودانیو کې مخته وړي، نو د لیلیې لپاره هم ودانۍ نه لري. د دې موسسې رییس سید انور سیرت وایي، د نجونو د لیلیې لپاره یوه ودانۍ منظوره شوې ده چې چارې به یې د ښار جوړونې وزارت له لوري مخ ته وړل کېږي، خو تر اوسه پورې یې عملي چارې نه دي پیل شوې او تدارکاتي کارونه یې یو څه مخ ته تللي. دی وایي، د هلکانو د لیلیې لپاره بیا تر اوسه نه ودانۍ او نه هم د لوړو زده کړو وزارت له لوري داسې کوم ګام پورته شوی چې له مخې یې د هلکانو لپاره هم د لیلیې ودانۍ جوړه شي، خو هڅه به کوي، څو ګام پر ګام په هره برخه کې پرمختګ وکړي.سیرت وایي، هغه کسان چې د لیلیې په شرایطو برابر دي، د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته په میاشتني ډول ټاکلې اندازه پیسې ورکول کېږي او د ځانونو لپاره یې کرایي کوټې نیولې دي.

سید انور سیرت وایي، یوې کوچنۍ خونې ته یې د کتابتون نوم ورکړی چې یوازې ۲۵۰ ټوکه کتابونه یې پکې اېښي دي. دی وایي، تر اوسه پورې نه د لوړو زده کړو وزارت او نه هم د کومې بلې سرچینې له خوا ورسره د کتابتون جوړولو او یا هم د کتابونو په راټولولو کې مرسته شوې ده. نوموړی وایي، ښه ده چې ووایم د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه هېڅ کتابتون نه لري، ځکه کتابتون خپلې ځانګړنې لري، بیا د یوه پوهنتون یا د لوړو زده کړو موسسې په کتابتون کې خو باید لږ تر لږه زر ټوکه کتابونه موجود وي.

د دې موسسې رییس وایي، لوړو زده کړو وزارت ته یې د جیولوژي او معدن، حقوقو او سیاسي علومو او دغه راز د کمپیوټر ساینس پوهنځیو د منظورۍ وړاندیزونه کړي دي، ځکه دا هغه پوهنځي دي چې په دغه ولایت او په ټوله کې د افغانستان په کچه ورته ډېره اړتیا لیدل کېږي، خو تر اوسه پورې یې د لوړو زده کړو وزارت له لوري مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.

که په ټوله کې دایکنډي ولایت ته وکتل شي، یو وروسته پاتې ولایت بلل کېږي چې په ځانګړي ډول د بیارغونې په برخه کې یې هېڅ پرمختګ نه دی کړی. که څه هم چې په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو د موسسې څو کلونه تېرېږي، خو بیا هم تر اوسه پورې ځانګړې اداري او تدریسي ودانۍ نه لري، بلکې په کرایي ودانۍ کې خپلې چارې مخ ته وړي. دغه موسسه اوسمهال د اداري، تدریسي او لیلیې ودانیو، جومات، کتابتون، لابراتوارونو او سپورټي میدانونو له نشتون سره مخ ده او دا هغه څه دي چې د یوه پوهنتون او یا د لوړو زده کړو موسسې لپاره ضروري بلل کېږي. د دې موسسې رییس وايي، له لوړو زده کړو وزارت، مالیې وزارت، ښار جوړونې وزارت، خیریه موسسو او په ټوله کې له افغان حکومت څخه غواړي چې دایکنډي ولایت او  د دغه ولایت د لوړو زده کړو موسسې ته جدي پاملرنه وکړي، څو  د دغه ولایت خلک او یا د دې موسسې محصلین هم له هغو حقونو برخمن شي، کوم چې د مرکز او یا هم نورو ولایتونو اوسېدونکو ته ورکړل شوي دي.

Share64Tweet10Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

اپریل 23, 2026

د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

اپریل 23, 2026

مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

اپریل 23, 2026

بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In