د روغتیانړیوال سازمان په همکارۍ او د ترکیې هېواد په مالي مرسته په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې ۱۰ نورې نوې طبي څانګې پرانیستل شوې. د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، چې یادو څانګو ته د طبي وسایلو پر پېرودلو باندې شل۲۰ میلونه افغانۍ لګښت راغلی دی. د دې څانګو د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین محمد اسحاق صاحب زاده د وینا پر مهال پر ټولو ډاکټرانو غږ وکړ، خپلو خلکو ته په پوره اخلاص کار وکړي. له بلې خوا د خیریه بنسټونو استازو هم ډاډ ورکړ، چې د صحي خدماتو د معیاري کولو په برخه کې به دوی له افغانستان سره لا زیاتې مرستې وکړي. په دې مراسمو د ترکیې د سفیر مرستیال هم ګډون درلود او ویې ویل چې موږ به د افغانستان له خلکو سره په صحي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو. د اتاترک په ملي او تخصصي روغتون کې دا لس نورې څانګې په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې لا هم په ټول هیواد کې په صحي برخو کې ګڼې ستونزې موجودې دي او لامو هم ځیني ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هیوادونو ته ځي.