د امریکا دفاع وزارت وايي، په افغانستان او سیمې هېوادونو کې به د ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. د پنټاګون ویاند په یوه خبري ناسته کې ویلي چې واشنګټن د خپلو ګټو لپاره له دغو ډلو سره مبارزې ته دوام ورکوي. د پنټاګون ویاند پاتریک رایډر د پاکستاني ط البانو په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د حضور په تړاو پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې په افغانستان او سیمه کې ترهګرې ډلې حضور لري. خو ا.ا بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور ردوي. د ا.ا ویاند د پنټاګون د ویاند د څرګندونو په تړاو وايي چې، دغه ډول څرګندونې د هېڅ لوري په ګټه نه دي.