د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد لومړي وزیر عمران خان د هند هغه اقدام غندلی دی، چې ویلي یې وو، سوشما سوارج به له محمود قریشي سره نه ګوري. عمران خان ویلي دا غوره فرصت و، څو پاکستان او هند د ستونزو د حل هڅه وکړي. هند ویلي وو، هغه لیدنه لغوه شوې چې ټاکل شوې وه، د ملګرو ملتونو په ۷۳ مه عمومي غونډه کې ددواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ وشي. د هندي چارواکو په وینا دوی د عمران خان په نیت پوه شوي دي او هغه نه غواړي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. هند شکایت کوي چې د پاکستان په ملاتړ وسله والې ترهګرې ډلې په کشمیر او نورو سیمو کې هندي حکومت ته ستونزې جوړوي، خو پاکستان بیا هند په بلوچستان کې د خپلواکي غوښتونکو غورځنګونو ملاتړی بولي.