د تايلنډ په راچابوري ولايت کې چې ګڼ شمېر چينايان پکې اوسېږي، د جنورۍ په ١٩مې نېټې د پسرلنې اختر د لمانځنې پار ځانګړی فعاليت ترسره کړی دی.
د تايلنډ صدراعظم پريوت چان اوچا د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې او چيني سيلانيانو ته يې تود هرکلی ويلی دی.
نوموړي ويلي، چې تايلنډ او چين د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې، په بېلا بېلو برخو کې ژورې همکارۍ کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولې دي.
نوموړي زياته کړې، چين په دې وروستيو کې د کرونا وبا ضد تګلارې تنظيم کړي او تايلنډيان د چيني سيلانيانو ورتګ ته سترګې په لار دي.
(ژباړه: شکريه)