د ټاکنو کمېسیون هغه څه ومنل چې حکومت یې غوښتنه کوله او د ولسمشرۍ ټاکنې یې درې میاشتې وځنډولې. د نوې پرېکړې له مخې به د غزني پارلماني ټاکنې او دغه راز د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو ټاکنې هم د ولسمشرۍ له ټاکنو سره په یوه وخت د چنګاښ په ۲۹مه کېږي.
دا تصمیم د قانون خلاف دی چې ګڼې ستونزې را پیدا کولی شي. لومړی خو د ټاکنو کمېسیون پوره د ارګ په کنټرول کې دی او له داسې یو کمېسیون څخه د خپلواکو او قانوني تصمیمونو تمه نشته. په ټاکنو کې دا ځنډ نه د سیاسي ګوندونو او کاندیدانو غوښتنه وه او نه هم کمېسیون په خپله دا پرېکړه کړې ده، بلکې دا د ارګ پرېکړه وه او پر کمېسیون یې ومنله. دویم دا چې دا کمېسیون دومره کمزوری دی چې یوازې د ولسي جرګې ټاکنې یې سمې ونه کړې. اوس که د ولسمشرۍ ټاکنې وي او ورسره د غزني پارلماني ټاکنې او دغه راز د ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې یو ځای کېږي، نو ستونزې به زیاتې وي. له یوه اړخه د افغانستان حالات دې ته جوړ نه دي چې دا ټاکنې یو ځای وشي او له بله اړخه کمېسیون فاسد او کمزوری دی. ارګ غواړي د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو له کاندیانو سره د جوړجاړي له لارې کمپاین وکړي او دغه راز صندقونه ډک کړي.
له بله اړخه د ټاکنو ځنډول په ښکاره د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون نقض دی. خلک حاضر نه دي چې یوه ورځ هم ناقانونه واکمني و زغمي او بیا د ملي یووالي حکومت د کار دوام یوازې د خلکو د ستونزو د اوږدېدو سبب کېږي. که د ټاکنو ځنډ د کمېسیون د بې کفایتۍ له امله وي، په هېڅ ډول نه زغمل کېږي. که حکومت له دې ځنډ نه په ګټې اخیستنې سره غواړي چې په ټاکنو کې د لاسوهنې لپاره لا زیاتې لارې چارې برابرې کړي او ټاکنې په خپله ګټه را وڅرخوي، دا هم ناسم کار دی او خلک به اجازه ور نه کړي. که ټاکنې د سولې لپاره ځنډول کېږي او په رښتیا د ټاکنو ځنډ له سولې او یا د سولې له خبرو سره مرسته کوي، نو خلک حاضر دي چې دا ځنډ ومني. البته که دا ځنډ اوږد وي او د سولې خبرې او بریا ور پورې تړلې وي، نو بیا هم خلک دا ځنډ زغمي، خو پکار ده چې یو لنډمهاله حکومت جوړ شي. خلک د ټاکنو له ځنډ سره موافق دي، خو د ملي یووالي حکومت د کار له دوام سره په هېڅ ډول موافق نه دي، ځکه د دغه حکومت دوام نه له سولې سره مرسته ده او نه هم د افغانستان د حالاتو له سمون سره.
د دغه کمېسیون له خوا ټاکنې به یوه بله فاجعه وي، ځکه چې ارګ هڅه کوي، څو کمېسیون د دوی له ګټو سره سمې پرېکړې وکړي او تر اوسه پورې هر څه همداسې روان دي. اوس پکار ده چې سیاستوال په دې تړاو غږ پورته کړي او نور د یو رښتیني خپلواک کمېسیون غوښتنه وکړي. که ټاکنې ځنډول کېږي هم، هر څه باید روښانه وي او د ملي یووالي حکومت د دوام مخه باید ونیول شي.