د تايلنډ مرستیال لومړي وزیر او د روغتیا وزیر انوتین له سي جي ټي ان سره په مرکه کې وويل، چې چيني سيلانيانو يو ځل بيا تايلنډ ته سفر پیل کړی او دا يوه ښه نښه ده. د تايلنډ حکومت بايد د تايلنډ د خلکو په استازيتوب د چيني سیلانیانو تود هرکلی وکړي. موږ د بهرنيو سیلانیانو د تابعیت له مخې تبعیض نهکوو. چيني سيلانيانو په رخصتۍ کې تايلنډ ته سفر غوره کړي او د تايلنډ د سيلانيز صنعت ترې ډېره ګټه تر لاسه کړې ده.
نوموړي وويل، چې چين د سيلانيانو يوه ډېره مهمه سرچينه ده، تايلنډ ته د چيني سيلانيانو راتګ د تايلنډ لپاره ډېر اهميت لري، چې د وبا له اغېزو نه د وتلو او د اقتصادي بيارغونې په برخو کې له تايلنډ سره مرسته کولی شي.
انوتين دا هم وويل، چې د تايلنډ او چين ترمنځ تګ راتګ او ټرانسپورټي پيوستون د دواړو هېوادونود اړیکو د ټینګېدو مهم بنسټ دی او د متقابل باور پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د تايلنډ لپاره ښه فرصتونه برابر کړي دي.